اسلام آباد ۔ 11 مارچ(اے پی پی) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري سره پاكستان كښې د سور صليب نړيوالې كمېټۍ پلاوي د ګل په ورځ اسلام آباد كښې ليدلې دي ۔ د پلاوي مشري رېټو اسټاكر كوله۔ ملاقات كښې د بشري حقونو تحفظ په شمول هېواد كښې بنديوانو پاكستانيان?دوئی_اسپن/116768.html">? ته په پېښو مسئلو او د دوئي د حقونو خيال ساتلو سره په اړوندو بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري هند كښې په بې ګناه پاكستانې بنديوان شاكر الله تشدد او د هغه په بې رحمۍ سره په وژنه د اندېښنې څرګندونه كولو سره د سور صليب پلاوي مشر پام دې پېښې پلو ګرځولو سره ووئيل هند كښې د رياستي مشرۍ تر سېوري لاندې پاكستانې بنديوان تشدد سره وژلې شوې كوم چې د غندنې وړ فعل دے ۔ دې د سور صليب نړيوالې كمېټۍ پلاوي په مشر رېټو اسټاكر زور راوړو چې په بهر هېوادونو كښې بنديوانو پاكستانيان?دوئی_اسپن/116768.html">? ته پېښې مسئلو حل كولو له ګامونه پورته كړي۔ وفاقي وزيرې ووئيل مونږ خپلو وګړو ته د بنيادي بشري حقونو رسنې عزم لرو او د بشري حقونو ساتنې له فعاله ګامونه پورته كوو۔ دې پلاوي ته ووئيل د بشري حقونو مسئلو په اړه ډېټا بېس هم جوړولې شي۔ د سور صليب پلاوي مشر د بشري حقونو ساتنې له د پاكستان او په خاص توګه د بشري حقونو وزارت هڅې وستائلې او په دې لړ كښې ئې له خپل اړخه د بشپړې مرستې باور وركړو