اسلام آباد 21 مارچ (اے پی پی)سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر سناتور راجه محمد ظفر الحق وئيلي دي اسلام يو امناك دين دے او په اسلامی تعلیماتو ك??ې د دښمن سره هم د نرمې اختیارولو امر شته ، غیر مسلمه د مسلمانانو د ښو اخلاقو او اسلامی تعلیماتو څخه متاثره كيدو سره اسلام راوړي ،د نړۍ كوم هم مذهب د ترهه ګرۍ اجازه نه وركوي،اوسني د تاؤ ترېښوالې پېښې ټوله نړۍ ځپلې، پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ګڼې قربانۍ و??كړ?? او د نړۍ اولس امن غواړي، د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كولو ك??ې ميډيا او د جوماتونو ملايان ښه كردار ترسره كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ځائې هوټل كښې مسلم انسټیټیوټ د سيورې لاندې ګول میز كنفرنس ته د’’اسلاموفوبیا ??و د هغې زيات شوې رجحان او مخنيوي اقداماتو ‘‘ په سرخط خطاب كښې وكړه۔ راجه محمد ظفر الحق وو??يل د مسلمانانو په ضد د يو سازش ترمخه داسې حالات پی??ا كړې كېږي، ټوله نړۍ كښې چې چرته هم تره هګري كېږي د هغې تور په آسانۍ سره په مسلمانانو لګولې شي، ده وو??ېل مسلمانان امن خوښې دي او زمونږ په مذهب كښې د دښمن سره هم د نرمۍ رويه اختیارولو تعلیم و??كړ?? شوي۔ راجه محمد ظفرالحق وو??يل پاكستان د او آئی سی بانی هېوادونو ك??ې شامل دے ، او آئی سی كښې دا مهال 57 مستقل دغسې 4 مبصر غړي هېوادونه شامل دي۔ ده وو??يل هند په او آئی سی كښې د شمولیت غوښتنه كړې نو پاكستان ئې مخالفت كړې او ټولو اسلامي هېوادونو ئې ملګرتيا كړې، ده وو??ېل كله چې هند عرب لیګ كښې نه وې شامل شوې تر هغه وخت ئې مونږ څنګه په او آئی سی كښې شموليت قبول كړو۔ده وو??يل كه د الجزائر قربانۍ وكتلې شي نو د پاتې هېوادونو قربانۍ به هيرې شي۔ده وو??يل د ناټو عمومي سيكتر د مسلمانانو اتحاد د سوویت ائتلاف څخه زياته خطرہ ګرځولې وه او د اتحاد ختمولو لپاره ئې د هغه وخت څخه سازشونه پيل كړې، ده وو??ېل اسلامي هېوادونو له به د بدنامۍ څخه د ځان ساتلو لپاره بدلون راوستل وي۔ سیمینار ته د بيلو هېوادونو پوهانو خطاب كښې د زياتې شوې اسلامو فوبیا ??و د هغې حل په اړه تفصیلی رڼا واچوله