اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د آبي وسائلو وفاقي وزير فېصل واوډا وئيلي دي قام ته زېرې وركوٶ چې وزيراعظم به د مئي په دوېمه نيټه د مومند بند د بنياد تيګه ږدي ٬ پخوانې ستر قاضي جسټس ثاقب نثار او سرلښكر رابللې شوې ٬ د آبي وسائلو و??ار?? په مومند بند منصوبه كښې 18 اربه بچت كړې ۔ د آبي وسائلو وفاقي وزير فېصل واوډا دا خبرې د وزیراعظم د ا??لا??ات او خپرونو خاص مرستيالې ډاګټر فردوس عاشق اعوان سره د وفاقي كابينې غونډې ن?? پس بريفنګ ته وكړې۔ ده ووئيل د مومند بند د بنياد تيګه اېښودو په مهال به وزيراعظم خاص مېلمه وي۔ ده ووئيل كورني او بهرني سازشونه ناكامه كولو سره مونږ دا منصوبه پېل كوٶنكي يو ۔ ده ووئيل د اوبو و??ار?? په دې منصوبه كښې 18 اربه روپۍ بچت كړې ٬ مونږ پاكستان رڼاګانو پلو بوځو۔ ده ووئيل 54 كلنه پخوانۍ منصوبې بشپړوٶ او دا منصوبه به ان شآء الله په شپږ اوو كالو كښې بشپړه شي