اسلام آباد ۔ 5 مئی (اے پی پی) د بلوچستان حكومت د ځنګلونو او د وحشي ژوند ساتنې له د 250 ملین ونو كرلو منظوري وركړه كومې به چې د راروانو 5 كلونو په مهال د کل??ن اېنډ ګرین پاکستان پراجېکټ ترسېوري لاندې لګولې شي۔ د هېواد ساحلي صوبه موسمي ??دلونونو سره مخ ده۔ په ټوله صوبه كښې د زياتو وونو لګولو سره به د ګلوبل وارمنګ په مسئلو قابو موندلو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د اتوار په ورځ صوبائي چارواكو اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل وونو لګولو له 16 اربه روپۍ بېلې كړې شوي دي۔ دا منصوبه به د وفاقي حكومت په مرسته سرته رسولې شي۔ دوي ووئيل وفاقي حكومت منصوبې لپاره د 50 فيصده لګښت په خپله د پو??ته كولو عزم ښكاره كړې دې۔ چارواكو ووئيل صوبه كښې د وحشي ژوند ساتنې له هم 5 كلنه منصوبه پېل كړې شو?? ده