اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم خزانې او محصولاتو لپاره خاص مرستيال عبد ا??حفيظ شېخ په مشرۍ كښې د ا??ډي پنډنټ پاور پروډيوسز واجباتو ادائيګۍ٬ سكوك او سواپ بانډز جاري كولو په اړه غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د مركزي بانك ګورنر باقر رضا، د خزانې سېكتر نويد کامران بلوچ، خاص سېكتر عمر حميد خان، د فنانس دوهم سېكتر اکبر شريف زادہ او نوموړو صنعت كارو ميا محمد منشا او محمد شهزاد سليم ګډ??ن وكړو۔ غونډه كښې د پاور سېكټر سركولر ډېټ كمولو او د آئي پي پيز واجباتو نه علاوه د سكوك او سواپ اجراء په اړه غور او په دې لړ كښې په بېلا بېلو تجويزونو او سفارشاتو خبرې اترې وشوې۔ پاور سېكټر كښې د قرضو په اړه ??ه په ټولو تجويزونو د خزنې وزارت لخوا د توان وزارت سره شريك مشاورت او غور او سوچ كولې شي٬ شريك او متفقه تجويزونه ??ه په دوه اوونيو كښې دننه كابينه اقتصادي رابطه كمېټۍ كښې وړاندې كولې شي