ګوجرانواله 07 دسمبر (اے پي پي) د وزيرعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د چا په لمن كښې د كرپشن داغ دے، هغوي وزيراعظم عمران خان ته ګوته نيسي، د كرپټ ټولګي شور ثابتوي چې د وزيراعظم اېجنډا بريالې كېږي، د ليګ وياندو د 18 پوښتنو ځوابونه ورنه كړل او د حكومت نه د يو كال كاركردګي غواړي، شهباز شريف چالونه كولو سره احتساب لپاره د حكومت مخه نه شي نيولې، شهباز شريف دې د كورنې پشمول پاكستان ته راتللو سره عدالتونو ته وړاندې شي، د كرپشن د عجيبه قېصو پوښتنې به د شهباز شريف نه كېږي، د مريم په خواست به عدالت د آئين او قانون له مخې پرېكړه كوي، حكومت د اولس د ستونزو نه خبر دے، د كامياب ځوان پروګرام له مخې به 52 فيصده مېرمنې بااختياره كوو، د ماشوم??نو په اړه قوانين لا ښه كولې شي، د كركټ په بنيادي ډهانچه كښې بهترې لپاره اقدامات كولې شي. د خالي په ورځ په ګوجرانواله كښې ??ېډيا سره په خبرو كښې د وزيرعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې كومو خلقو چې په تې?? وخت كښې د دې قوم او هېواد پېسه لوټلې او خزانه ئې شوكولې، په تې?? وخت كښې ئ?? كېمپ آفسز د مني لانډرنګ ذريعه جوړ كړي، د مني لانډرنګ پېسه ئې د ټي ټيز د لارې بهر لېږلې، د چا په لمن كښې د كرپشن داغ دے، هغوي وزيراعظم عمران خان ته ګوته نيسي، د كرپټ ټولګي شور ثابتوي چې د وزيراعظم اېجنډا بريالې كېږي، د ليګ وياندو د 18 پوښتنو ځوابونه ورنه كړل او د حكومت نه د يو كال كاركردګي غواړي. هغې ووئيل چې مونږ ته 1200 اربه ګرځيده قرځ او كرنټ اكاٶنټ خساره په ميراث كښې ??اتې شوې، د هېواد معاشي صورتحال ??دتره و خو د اوسني حكومت په هڅو د هېواد معاشي صورتحال ?? بهترې په پلو روان شوے. هغې ووئيل چې د كرپشن د عجيبه قېصو پوښتنې به د شهباز شريف نه كېږي، مسرور انور او شعېب قمر سره د شريف كورنې څه رشته ده. هغې ووئيل چې څوك درې ځله وزيراعظم او درې ځله اعلٰي وزير پاتې شوے وي او عدالتونو ته نه ځي نو عام وګړې به څنګه د عدالتونو احترام وكړي. هغې ووئيل چې شهباز شريف چالونه كولو سره احتساب لپاره د حكومت مخه نه شي نيولې، شهباز شريف دې د كورنې پشمول پاكستان ته راتللو سره عدالتونو ته وړاندې شي. د وزيرعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د مريم په خواست به عدالت د آئين او قانون له مخې پرېكړه كوي، حكومت د اولس د ستونزو نه خبر دے، د كامياب ځوان پروګرام له مخې به 52 فيصده مېرمنې بااختياره كوو، د ماشوم??نو په اړه قوانين لا ښه كولې شي، د كركټ په بنيادي ډهانچه كښې بهترې لپاره اقدامات كولې شي.