اسلام آباد 14 جنوری (اے پی پی) د پاكستان او چین د سمندري ځواكونو ترمينځه 6م دوه اړخيزه مشق سی ګارډینز 2020 پائې ته رسيدلې دے ، د مشق اختتامی دستوره پاكستان نیو?? ډاكیارډ كراچۍ كښې وشوه۔ د پاك بحریه وياند له مخې د چین سمندري ځواكونو د جنوبی تھیټر كمانډ دوهم كمانډر وائس ایډمرل ډان?? ړن د دستورې مشر ميلمه ؤ۔ كمانډر پاكستان فلیټ وائس ایډمرل آص?? خالق هم پھ دې موقع موجود ؤ۔ كمانډر پاكستان فلیټ سی ګارډینز2020 كښې په ګډون د چین بحریه افسرانو او ځوانانو مننه وكړه۔ وائس ایډمرل آص?? خالق په دې مهال ووئيل مشق سی ګارډینز د دواړو بحری عسكرو ترمينځه امنيتي مرستې او سيمه كښې د بحریه ماحول استحكام ته وده وركړې ۔ وائس ایډمرل ډان?? ړن د پاك بحریه پېشه وره صلاحیتونه او پوهه وستائله۔خاص ميلمه وائس ایډمرل ډان?? ړن دې نه پس مشق سی ګارډینز 2020 د باقاعدہ اختتام اعلان وكړو۔ مشق سی ګارډینز 2020 كښې د دواړه هېوادونو اسپیشل آپریشن فورسز، جنګی بحری بيړيو او فضائی اثاثو برخه اخسته