نوښار 02 فروري (اے پي پي) د دفاع وزير او د حكومت د مذآكراتي كمېټې مشر پروېز خ??ن خټك وئيلي دي چې وزيراعظم عمر??ن خان اتحاديانو سره د شويو لوظونو زر پوره كولو هدايت كړے، د كمېټې مهمه غونډه د زيارت په ورځ رابلل شوې، د اتحادي ګوندونو اندېښنې به لرې كولې شي، د برتانيې نه پس امريكې هم پاكستان سوله ايز هېواد ګرځولې. ده دا خبرې د اتوار په ورځ په نوښار كښې غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. د دفاع وزير ووئيل چې د معيشت بحالي، د ا ولس بنيادي ستونزې هوارول او په ګرانې او بې روزګارې قابو موندل د حكومت ترجيحا?? دي. ده ووئيل چې وزيراعظم د اولس په ستونزو خبر دے. ده ووئيل چې پاكستان به ډېر زر د اېف اے ټي اېف د ګرے لسټ نه وويستل ??ي كوم چې د وزيراعظم عمر??ن خان د كاميابې خارجه پالېسې عكاسي ده. ده ووئيل چې اتحاديانو سره د مذاكراتي كمېټې تر اوسه شوې خبرې ډېرې كاميابې دي او دوي سره چې كوم لوظونه شوي دي، هغه به پوره كولې شي. ده ووئيل چې كومې جائز غوښتنې دي، هغه به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي.