اسلام آباد 20 اپریل (اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوی د تعلیم، پیشه وره تربيې و??ار?? او د اعلیٰ تعلیم کمیشن ته سپارښتنه كړې چې هيواد كښې د آن لائن تعلیم ودې لپاره اقدامات وكړئ۔ ده دا سپارښتنه د يوې غونډې مشري كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د تعلیمی ادارو بنديدو په وجه د تعلیم سلسله روانه ساتلو په بيلو تګلارو غور اوشو۔ د تعلیم اهمیت رامخې ته كولو سره صدر ووئيل د کورونا وائرس له امله رامخې ته شوې صورتحال په وجه د زدكونكو زيان كيږي او دې لپاره جدید معلومات او مواصلاتې ټیکنالوجی ته اړتيا د??۔ وفاقوی وزیر شفقت محمود صدر د ټی وی چ??نل د لارې تعلیم وركولو په اړھ د و??ار?? اقدامات څخه خبر كړو۔ ده ووئيل د تعليم و??ار?? ټیلی سکول په نامه يو ټي وي چ??نل پيل كړے چې مقصد ئې د انګریزۍ، حساب ، اردو او سائنس غوندې مضامین لپاره د اولني كلاس نه تر 12م كلاس زدكوونكو له هره ورځ سهار 8 بجو نه تر ماښام 6 بجو تعلیم وركوي۔ده ووئيل سبق فاؤنډیشن، تعلیم آباد، اېم یو اېس ای، علامه اقبال اوپن پونېورسټي او نالج پلیټ فارم پشمول ایډ ټیك کمپنو او شراکت دارو د اړخه تعلیمی مواد ويړيا وركړې كيږي ۔صدر په مختصر وخت كښې د آن لائن تعلیم وركولو په نظام وضع کولو د وفاقی تعلیم او پیشه وره تربیې و??ار?? اقدامات اوستائل۔ صدر د ټی وی چ??نل د لارې تعلیم په وركولو د و??ار?? ډلې له مباركي وركړه چې له امله به ئې د زدكوونكو ستونزې كمې شي۔په غونډه كښې د تعلیم وفاقی وزیر شفقت محمود، پارلیمانی سیکتر وجهيه اکرم، وفاقی سیکرټرې ډاکټر ساجد یوسفانی، ټیکنیکل ای??وا??زر عنبرین عارف، د ایچ ای سی چیئرمین ډاکټر طارق بنوری او د کمیبرج انټرنیشنل کنټری ډائریکټر عظمیٰ یوسف ګډون وكړو۔