اسلام آباد 11 مئی (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قریشی وئيلي دي د ټولو صوبائی حكومتونو راضي كيدو نه پس لاك ډاؤن د نرمولو پريكړه شوې ‘ مونږ د خپلو ذمه وارو نه خبر يو ‘ د پاكستان سیاسی قیادت متفقه پريكړه كړې بايد پارلمان راوړاندې شي او خپل كردار ترسره كړي، كورونا د دويم لوئې جنګ نه پس نړۍ لپاره لوئې چیلنج دے ‘مونږ له به د كورونا وبا چیلنج مخ نيوي لپاره يوه متفقه قامی تګلاره جوړول وي، كورونا وباء مونږ څخه تقاضا كوي چې مونږ د چا بد اونه وايو او يواځې د پاكستان كارډ ولوبوو، په دې صورتحال كښ?? د صوبائی كارډز لوبولو ګنجائش نشته ‘سندھ سره د نا انصافۍ تاثر سم نه دے، احساس كفالت پروګرام په ټول پاكستان كښ?? نافذ دے ‘ 18م بدلون نه پس د این اېف سی ایوارډ د لارې ټول وسائل صوبو سره دي ‘ مركز سره وسائل لږ دي خو باوجود د دې مونږ 1.2 ټریلیونه روپۍ بيلې كړي كومې چې د فرق نه غير ټولو صوبو له وركولې شي۔ د ګل په ورځ قامی اسمبلۍ كښ?? د كرونا وباء په اړه پالیسی بیان كښ?? خارجه وزير شاه محمود قریشی ووئيل د پاكستان سیاسی قیادت متفقه پريكړه كړې چې بايد پارلمان راوړاندې شي او خپل كردار ترسره كړي۔ د پارلمان د اهمیت څخه څوك انكار نشي كېدې ٬ حكومت د پارلمان احترام كولو سره غونډه په يو نكاتي ایجنډا رابللې ده دغسې چې خپلې خپلې رائې وړاندې كړې شي۔ ده ووئيل كورونا د دويم جنګ عظیم نه پس لوئې چیلنج دے۔ دا به تر هغه وخت چيلنج وي تر څو چې د دې درملنه نه وي معلومه شوي۔ ده ووئېل د دې د واكسينو په جوړولو كښ?? تر دوو كالو لګيدې شي۔ مونږ له به په دې موده كښ?? د معمول كاروبار چلولو لپاره اصول وضع كول وي۔ ده ووئيل نړۍ كښ?? دا مهال 40 لكه څخه زيات كسان ځپلې شوي او دوه لكهه څخه زيات كسان مړه شوي۔ خارجه وزير ووئيل د دې وبا په پيل كيدو د نړۍ كوم هم هيواد دې لپاره چمتو نه ؤ۔ ده ووئيل پاكستان دومره وسائل نه لرل خو بيا هم د لوئې څښتن په فضل زمونږ زيات زيان نه دې شوے۔ ده ووئيل امریكې په شان مستحكم او سوكاله هيواد كښ?? 80 زره ‘ برتانیه كښ?? 31 زره ‘ اټاليا كښ?? 30 زره ‘ فرانس كښ?? 26 زره څخه زيات كسان مړه شوې۔ ده ووئيل پاكستان پرمختګ كونكے او محمود وسائل لرونكے هيواد دے۔ زمونږ د صحت نظام هم ښه نه دے۔ ده ووئيل پاكستان كښ?? 29 زره مثبت كیسونه راغلي۔ دلته په 26 فروری په كراچۍ كښ?? د كرونا وړومبې كيس رامخې ته شوے۔ اشاه محمود قرېشي ووئېل په 26 فروری زمونږ د ټيسټنګ صلاحیت د ورځې 100 تسټونه ؤ اوس زمونږ د ټيسټنګ صلاحیت د ورځې 20 زره ته رسيدلې۔وړاندې 8 لیبارټرۍ وې اوس 70 لیبارټرۍ كاركوي۔ پاكستان كښ?? 2 لكهه 17 زره خخه زيات ټيسټونه شوي۔ ده ووئيل د آبادۍ په لحاظ سره دا صلاحیت اوس هم كم دے۔دا به زياتولې شي۔ده ووئيل كه د پاكستان د سوئيلي اسياﺀ نو??و هيوادونو سره موازنه وكړې شي نو زمونږ د ټيسټنګ صلاحیت د هعغوي په مقابل كښ?? اوس هم ښه دے۔ شاه محمود قریشی ووئيل د 18 م بدلون نه پس د روغتيا څانګه صوبو سره ده۔ د هغي بدلونونو نه پس سندھ كښ?? پرله پسې د پیپلز پارټۍ حكومت دے او لس كاله پنجاب كښ?? د مسلم لیګ (ن) حكومت ؤ۔ كله چې دا ذمه واري صوبو ته وسپارلې شوه نو دواړه ګوندونه په دغه صوبو كښ?? په اقتدار كښ?? وؤ۔ بايد مونږ د حقائقو او شميرو له مخې خبره وكړو ۔ ده ووئيل پاكستان كښ?? د انفیكشن شرح 2.17 فیصده ده۔ دغسې نړيواله 6.8 فیصده څخه زياته ده۔ ده ووئيل مونږ پريكړه چې په دې اړه به د پوهې او اجتماعی سوچ تر مخه پريكړې كولې شي۔ وزیراعظم عمران خان او د منصوبه بندۍ وزیر اسد عمر په مشرۍ كښ?? دوه فورمز جوړ شوي۔كله چې دا وباﺀ راغله نو په سمدستي توګه نیشنل سكیورټی كمیټۍ راوبللې شوه چې بكښې د څلورو واړو صوبو اعلیٰ وزيران ٬ د آزاد كشمیر‘ ګلګت بلتستان اعلیٰ وزيران هم رابللې شوې وو او این سی سی جوړ شو۔ ده ووئېل د این سی سی په پريكړو عملدر آمد لپاره این سی او سی جوړ شوے۔ د هغې هره ورځ سهار 9 بجې غونډه كيږي۔ده ووئيل مونږ له به د كورونا وباﺀ په چیلنج قابو موندلو له يوه متفقه قامی تګلاره جوړول وي۔ وفاق د خپلو ذمه وارو څخه خبر دے۔ بايد صوبې د لچك څرګندونه وكړي دغسې چې د وفاق په پريكړو عملدرآمد له په زړه پورې كار وكړې شي۔ خارجه وزير ووئيل بین الصوبائی ټرانسپورټ په اړه مونږ د بيلو صوبو بيلې رائې تر نظره ساتلو سره پريكړه كړې۔ ده ووئيل كرونا يوه عالمي وباﺀ ده او په دې اړه قامی ایمرجنسی نافذ ده ۔ ده ووئيل تر څو چې سندھ‘ پنجاب‘ بلوچستان‘ كے پی كے‘ ګلګت بلتستان او كشمیر محفوظ نه وي پاكستان نه شي محفوظ كيدې۔ ده ووئيل هند كښ?? آر اېس اېس په نګرانۍ كښ?? د مودی حكومت هند كښ?? كورونا له مذهبی رنګ وركولو سره مسلمانان د دې ذمه وار ګرځوي۔ مونږ د دغې سوچ غندنه كوو۔ ده ووئيل دا هم وئيلي شوي چې د سيلګرو څخه دا وباﺀ خپره شوې ‘تافتان كښ?? د سيلګرو لپاره سنټر جور شوے۔ده ووئېل ایران كوم چې د نړيوالو بنديزونو ښكار دے۔ هغوي په سمدستي توګه پاكستانیان هلته څخه راليږلي۔ بلوچستان حكومت په دې اړه ښه كردار ترسره كړے۔ بيا ووئيل شول چې د تبلیغیانو په وجه خپره شوې۔ دا هم يوه نااشنا خبره ده۔ ده ووئيل مونږ د صوبو ترمينځه هيڅ امتياز نه دې كړے۔ د سندھ سره د نا انصافۍ تاثر سم نه دے۔ده ووئيل احساس كفالت پروګرام ټول هيواد كښ?? نافذ دے ۔ سندھ كښ?? 26 اربه روپۍ 23 لكهه كورنيو له وركړې شوي۔ ده ووئيل دا مهال این ډی اېم د اړخه 154534 حفاظتی كټس سندھ له وركړې شوي ۔ دغسې فیس ماسك هم پنجاب‘ سندھ او نورو صوبو له د آبادۍ په تناسب سره وركړې شوي۔ ده ووئيل بیروزګاره وګړو لپاره 75 اربه روپۍ بيلې كړې شوي۔څوك چې هم په معيار پوره خيژي روپۍ به وركولې شي۔د برېښنا او ګاز بلونو كښ?? 7 لكه 70 زره څخه زياتو صارفینو له ریلیف وركړے شوے۔ یوټیلټی سټورونو د لارې ریلیف پیكج دې نه ځانله دے۔ده ووئيل كه دا ايوان وسائل تر نظره اوساتي نو مونږ سره د این اېف سی ایوارډ فارموله شته۔ صوبې سرپلس دي او مركز سره وسائل لږ دي ۔ ده ووئيل وفاقی سوچ په صوبائیت كښ?? ځان مبتلا كول نه غواړي۔ پیپلز پارټۍ څخه د وفاق خوشبو راتلله ۔ اوس د صوبائی تعصب خوشبو ترې راځي۔ په دې به مونږ له نظرثانی كول وي۔ ده ووئېل كرونا وباء زمونږ څخه تقاضا كوي چې مونږ د پاكستان كارډ ولوبوو ۔ په دې كښ?? د صوبائی كارډز كوم ګنجائش نشته۔ ده ووئيل نړۍ كښ?? دا مهال 1 لكهه 10 زره پاكستانیان ګهير دي كوم چې هيواد ته راتلل غواړي۔مونږ 20 زره پاكستانیان هيواد ته راوستې دي۔ پاتې هم راوستل غواړو خو تر هغه وخته په دې صلاحیت كښ?? زياتوالې نشي كيدې تر څو چې ټولو صوبو كښ?? د قرنطینه آسانۍ زياتې نه كړې شي