اسلام آباد 11 مئی (اے پی پی) د صنعت او پیداوار وفاقی وزیر حماد اظهر د ایس ډی پی آئی يوې سروے حواله وركولو سره ووئيل كه لاك ډاؤن يوه مياشت نور پاتې ؤ نو 9 لكهه كاروبارونه داسې وؤ كوم چې مستقل ختميدل ‘ این سی او سی ك??ې ټولې پريكړې د څلورو واړو صوبو سره په ګډه كيږي ‘ حكومت د كرونا وائرس صورتحال په مهال اح??اس پروګرام ‘ یوټیلټی سټورز او یوټیلټی بلز د لارې اولس له هر ډول ریلیف وركولو له ګامونه پورته كړي، د وړاندې څخ?? زيات قوي پاكستان به رامخې ته كيږي۔ د ګل په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د كرونا وائرس په صورتحال بحث كښې وفاقی وزیر حماد اظهر ووئيل 100 كاله پس دا رنځ په ټوله نړۍ كښې خپور شوے ‘ مونږ له به پريكړې سیاسی پوائنټ سكورنګ نه مستند اطلاعات او شميرې تر مخه كول وي۔ده ووئيل پرمختګ كونكې هيوادونه زياتره سمارټ لاك ډاؤن كوي۔ ده ووئيل داسې وئيلي كيږي چې كرونا د تافتان څخ?? راغلې ‘ ده پوښتنه وكړه چې امریكا‘ سپین‘ اټاليا او نورو هيوادونو كښې د تافتان څخ?? دا وباﺀ خپره شوې ؟ ٬ دا وباﺀ د چين ووهان ښار څخ?? خپره شوې۔ ده ووئيل لاك ډاؤن د وباء د درملنې په توګه وړاندې كيږي، دا درملنه نه ده بلكه د خپريدو مخ نيوي لپاره لاك ډاؤن كيږي۔ ده ووئيل زمونږ په هيواد كښې 25 فیصده څخ?? زيات كسان د غريبۍ د كرښی څخ?? لاندې ژوند كوي۔ د يوې سروے له مخې د 70 لكهه كورنيو د خوراك څښاك خرڅونه محدود شوي او دوه نيم لاكهه كورنۍ په قرض اخستو سره ژوند كوي۔ ده ووئيل 2008ء نه تر 2018ء د روغتيا په څانګه لږ مصرف شوے۔ تير وخت كښې كوم هم حكومت په دې اړه كار نه دې كړې۔ ده ووئيل اېس ډی پی آئی يوه اندازه لګولې چې كه لاك ډاؤن نور يوه مياشت پاتې ؤ نو ګڼ كاروبارونه به ختم شوې وو۔ ده ووئيل مونږ د كورونا سره سره د لوږي خطر سره هم مخ يو۔ این سی او سی ك??ې ټولې پريكړې د څلورو واړو صوبو سره په ګډه كيږي۔ مونږ اح??اس پروګرام د لارې يو كروړ 20 لكهه كورنيو له امداد وركړے۔ د وزیراعظم فنډز هم د اح??اس پروګرام سره تړلې شوے۔ ده ووئيل حكومت وګړو له په يوټيلټي بلز كښې ریلیف وركړے۔ د روژې پیكج ترمخه د یوټیلټی سټورز د لارې 50 اربه روپۍ بيلې كړې شوي ۔ ده ووئيل روغتونونو له نيغ په نيغه حفاظتی سامان وركړے شوے او د وړاندې څخ?? زيات قوي پاكستان به رامخې ته كيږي