اسلام آباد ۔ 4 جولائی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي په كورونا وباﺀ كښې د ډاكټرانو په مش??ره او احتياطي تدبيرونو عمل درآمد ګران كار نه دے۔ په اېس او پيز كه عمل كېږي نو كاروبا?? به هم ر??ان او خلق به هم صحتمند وي۔ اسلام آباد كښې د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرال محمد افضل سره اېن آئي اېچ كښې د نوي جوړ كړې شوي آئیسولېشن اېنډ اسپېشل ټريټمنټ سېنټر دورې په مهال ميډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل كورونا سره ا??وند صورتحال مخ په ښه كېدو دې۔ ده ووئيل اسلام آباد كښې 40 ورځو كښې آئیسولېشن روغتون جوړ كړے شوے دے۔ زمونږ تياريانې مكمل دي او راتلونكې اوونۍ كښې به وزيراعظم د آئسولېشن روغتون پرانسته كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل دې روغتون كښې د اكسيجن او وېنټی لېټرز په شمول د ټولو آسانيو اضافه كړې شوې ده۔ دلته 250 بېډز موجود دي۔ ده ووئيل په اختر كښې دې هم د سماجي فاصلې او نورو وړو وړو خبرو خيال وساتلې شي ولې چې كه په اېس او پيز عمل ونكړے شو نو حالات ناوړه كېدې شي۔ اسد عمر ووئيل په سخت وخت كښې پاكستانې اولس يو موټې كېږي۔ ده زياته كړه چې په احتياطي تدبيرونو عمل كول كوم ګران كار نه دے۔