اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) په س??نې?? كښې د حكومتي ډلې مشر س??نې??ر ډاكټر شهزاد وسيم وئيلي دي پاكستان اټاليا سره خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري، اټاليا سره د دوستې اړيكې پراخا كول غواړو، د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارتي او اقتصادي مرستې لا زياتولو ډېر ګنجائش شته ، اروپائي اېتلاف دې په كشميري اولس د هند د ظلمونو نوټس واخلي. د س??نې?? سېكرټرېټ له مخې ده دا خبرې د شورو په ورځ د اټاليا سفير سره د ملاقات په مهال وكړې. د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په دوه اړخيزه چارو هم خبرې وشوې. په دې موقع ډاكټر وسيم شهزاد ووئيل اټاليا سره د دوستې اړيكې پراخا كول غواړو، د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارتي او اقتصادي مرستې لا زياتولو پراخا ګنجائش شته ، ده ووئېل اروپائي اېتلاف دې په كشميري اولس د هند د ظلمونو نوټس واخلي. ده ووئيل په اټاليا كښې د كورونا و??ئر?? په وبا كښې په ځاني زيان د پاكستان حكومت، پارلمان او اولس خفه دے. دې و??ئر?? د نړۍ معيشتونو ته لوي زيان رسولے. ده ووئېل په داسې وخت كښې د شريك لائحه عمل خپلولو ضرورت دے. ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د پاكستان معيشت په سم پلو روان دے. د كورونا و??ئر?? مخ نيوي لپاره موثره اقداماتو سره وزيراعظم عمران خان يو مثال قائم كړے چې نړۍ ئې ستائنه كوي. ده ووئ??ل وزيراعظم عمران خان غېر ملكي سرمايه كارو لپاره د زړه راښكونكو مراعاتو پاليسي معرفي كړې. غېر ملكي سرمايه كار په پاكستان كښې د سرمايه كارې څخه استفاده كولې شي