اسلام آباد 20 اګست (اے پی پی﴾ وزيراعظم عمران خان وئيلي دي حكومت اولس ته د عامې روغتيا غوره اسانۍ وركولو لپاره هر ډول ممكن اقدامات كوي٬ د خېب?? پښتونخوا هره يوه كورنۍ به د صحت انصاف كارډ د ل??رې تر لس لكه روپو د وړيا علاج اسانۍ ولري٬ سره د مالي ستونزو د خېب?? پښتونخوا هرې يوې كورنۍ لپاره وړيا علاج انقلابي ګام دے٬ د اوقاف په زمكو روغتونونه او تعليمي اد??رې جوړولو لپاره به په ارزانه بېعه زمكې وركوو۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ په خېب?? پښتونخوا كښې هرې يوې كورنۍ له د انصاف كارډ وركولو د اجرا دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ وزيراعظم ووئيل د خېب?? پښتونخوا هرې يوې كورنۍ ته د انصاف كارډ په وركولو صوبائي حكومت ته مباركي وركوم۔ د دې پروګرام د ل??رې به د صوبې هره يوه كورنۍ تر لس لكه روپو د علاج وړيا اسانې ولري۔ وزيراعظم ووئيل چې كله غريبانو لپاره كار كېږي نو الله تعالٰي پكښې بركت اچوي۔ ده ووئيل لويو رنځونو په علاج د غريبې كورنۍ ډېر خرڅ راځي او د هغې كورنۍ هر څه له مېنځه لاړ شي۔۔ د لوګې او غربت په وجه هغه د غربت د ليكې نه هم لاندې لاړه شي۔ وزيراعظم ووئيل ده شوكت خانم روغتون هم د اولس خدمت لپاره جوړ كړے ؤ۔ ده ووئيل د كورونا وبا په وجه معاشي كشالو سره مخ يو۔ سره د مالي ستونزو د خېب?? پښتونخوا هرې يوې كورنۍ لپاره وړيا علاج انقلابي قدم دے۔ ده ووئيل مونږ به ??څه كوو چې په پنجاب او بلوچستان كښې هم هره يوه كورنۍ د روغتيا وړيا اسانيې ولري۔ ده ووئيل هيله ده د سندھ حكومت به هم دا پروژه عملي كړي۔ ده ووئيل د صحت انصاف كارډ په نتيجه كښې به د سركاري روغتونونو په كاركردګۍ كښې بهترې لپاره فشار زيات شي چې ورسره به د روغتيا اسانيې بهترې شي۔ ده ووئيل د اولس روغتيا لپاره هر ډول ممكن اقدامات كوو۔ ده ووئيل د اوقاف په زمكو روغتونونه او تعليمي اد??رې جوړولو لپاره به په ارزانه بېعه زمكې وركوو۔ ده ووئيل پرائيوېټ روغتونونو لپاره د طبي مشينرې په درآمد ټېكس صفر كړے شوے۔ ده ووئيل د دې كارډونو اجرا سره به د ډېټا بېس جمع كېدو له هم مرسته تر لاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان اسلامي فلاحي رياست جوړول زمونږ ??شن دے۔ ده ووئيل زمونږ ??شرانو چې كوم مقصد لپاره پاكستان ترلاسه كړے ؤ٬ مونږ ??ه هغه لار روان يو۔ ده ووئيل كوم هېواد چې د خپلې غريېب طبقې خيال ساتي هم هغه ته مهذب وئيلې شي۔ په پرمختګ كوونكو هېوادونو كښې دا كار يوازې د خېب?? پښتونخوا حكومت كوي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ ??پاره د مدينې رياست د نظام حكومت غوره نمونه ده٬ په دې عمل كولو سره مونږ ??اميابي ترلاسه كولې شو۔ په دې موقع د خېب?? پښتونخوا روغتيا محكمې او د سټېټ لائف انشورنس كارپورېشن ترمېنځه لوظنامه لاسليك شوه۔