ډن هوانګ(چین) ۔ 19 ستمبر (اے پی پی) سی پېک او بېلټ اېنډ روډ منصو??و سره تړلي هېوادونه او سيمې خپلې كاميابۍ يوځائې كولو سره ?? پرمختګ رفتار تندولو موقعو څخه ګټه پورته كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د پاكستان قامي خبر رسنې ادارې (اے پی پی ) منېجنګ ډائرېکټر مسعود ملک او نورو ګډون كوؤنكو د چ??ن صوبې ګانسو ښار په ډن هوانګ كښې د نهې په ورځ د بثلټ اېنډ روډ په منصوبه راجوړ كړې شوي ميډيا كارپورېشن فورم ته خطاب كښې وكړه۔ فورم كښې د 126 هېوادونو او نړيوالو ادارو 265 صحافتی ادارو نمائندګانو ګډون وكړو۔ د فورم اهتمام د چين ګانسو صوبې حكومت او د چين ورځپاڼې پیپلز ډیلی په شريكه كړې وو۔ د اے پي پي اېم ډ?? مسعود ملك په خپل خطاب كښې ووئيل سی پېک د بېلټ اېنډ روډ منصوبې هغه اړخ دے په كوم عملدرآمد كولو سره به چې دا لويه منصوبه كاميابه جوړه كړي۔ سي پېك به د پاكستان په اقتصادي پرمختګ كښې بنيادي كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل بېلټ اېنډ روډ منصوبه د چين هغه لوئے ګام دے كوم به چې د دې سيمې سره سره د نړۍ نور براعظمونه هم د تند رفتار او د غوره اقتصادي او سماجي پرمختګ په مركزونو كښې بدل كړي۔ دې سره به د بې وسۍ په مسئله قابو موندلو بلكې ټولې نړۍ څخه د بې روزګارۍ ختمولو كښې هم مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل په دې منصوبه د عملدرآمد په نتيجه كښې به ټوله نړۍ د اقتصادي پرمختګ او سماجي آزادۍ په څانګو كښې ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړي۔ ده ووئيل د نني دور صحافتي ادارو كښې د خبرونو د ترلاسه كولو او لېږلو عمل شپه او ورځ رو??ن دے۔ او ددې په سوب نړۍ حقيقت كښې يو ګلوبل وېلج جوړ شوې۔ ده ووئيل میډیا فورم به د نړۍ صحافتي ورورولۍ ته شريكه مرسته كښې د اضافې كولو موقع وركړي۔ فورم ته د چین نېنشل پیپلزکانګریس سټینډنگ کمیټۍ دوهم چیئرپرسن زانګ پنګ، د پیپلزډیلی صدر یانګ زینوو او د چين حكمران ګوند صوبائی کمیټۍ سېكتر لنگ ډاؤ هم خطاب وكړو