اسلام آباد ۔ 23 اګست (اے پی پی) داخله وزير احسن اقبال د نادرا مېګا سېنټر تږ په مهال عامو وګړو سره وليدل او دوئي څخه ئې د نادرا لخوا د وركړې شوو اسانيو په اړه معلومات ترلاسه كړل۔ د شورؤ په ورځ بليو اېريا كښې د نادرا مېګا سېنټر دورې په مهال داخله وزير بېل كاؤنټرز او بوتھس ته لاړو او د شناختي كارډ ??و فارم ب جوړلو په شمول بېلو كارونو له د راغلو وګړو څخه ئې د نادرا خذماتو په اړه پوښتنې وكړې۔ يو وګړي داخله وزير ته د خپل او د خپل كور خلقو ?? بلاك شناختي كارډ مسئلې څخه خبر كړو۔ داخله وزير د 77 كلنې مېرمنې كارډ په بلاك كولو د نادرا چارواكو څخه ځواب وغوښتو او هدايت ئې وكړو چې د دې د كارډ ??لاك كېدو څه سوب كېدې شي۔ په دې مهال يو بل وګړي داخله وزير ته شكايت وكړو چې د نادرا چارواكو مو??ږ له څو څو وارې چكرې راكوي ۔ ده هدايت وكړو چې دا لړۍ دې بنده كړې شي او داسې نظام دې وضع كړې شي كومو كښې چې وګړو له اساني وي