اسلام آباد 06 ستمبر(اے پي پي) د دفاع وزير خرم دستګير وئيلي دي چې سعودي سره يوې جامع دفاعي او تز??يراتي مرستې د لوظنامې ضرورت دے چې مقصد ئې د دواړو هېوادونو دفاعي اړيكو ته ??ده وركول دي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د سعودي سفير نواف المالكي سره ?? ملاقات په مهال په خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د دفاع سېكتر لېفټېننټ جنرال ﴿ر﴾ ضمير الحسن شاه هم موجود و۔ د دفاع وزير خرم دستګير خادم حرمېن شريفېن سلمان بن عبدالعزيز لپاره ?? نېكو هيلو څرګندونه وكړه او د ورورولې په اړيكو ئې رڼا واچوله۔ ده ووئيل چې پاكستان سعودي سره ??پلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او په ټولو څانګو كښې ورسره مرسته زياتول غواړي۔ ده ووئيل چې د چين پاكستان د اقتصادي لارې مقصد ټوله منطقه يو بل سره ??ړل دي او د دې ګټه به سوئيلي آسيا او چين سره ??ره نه يوازې سعودي بلكې د منځني ختيز نورو هېوادونو ته ??م ورسي۔ وفاقي وزير په دې موقع په مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو په سختو سرغړونو هم رڼا واچوله۔ د دې څخه وړاندې د سعودي سفير د دفاع سېكتر سره هم ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د منطقې په صورتحال او سياسي صورتحال خبرې وشوېِِ٬ دواړو د شريكې دفاعي مرستې په زياتولو اتفاق وكړو