اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پی پی) د كل جماعتي حريت كنفرنس تر سېوري لاندې د تورې ورځې په مهال هندي هائي كمېشن ته په تلونكې لاره احتجاجي مظاهره وكړې شوه۔ د جمو و کشمیر لبرېشن فرنټ ٬ جموں وکشمیر سالووېشن موومنټ او د نورو تنظیمونو غړو پشمول د پنجاب، سندھ، خېبرپختونخوا او ګلګت بلتستان حکومتونو نمائندګانو په لاريون كښې ګډون كولو سره د هندي قابض ځواك په مقبوضه كشمير د قبضې او د كشميري اولس د حقونو د روانو خلاف ورزيو غندنه كولو سره د هند?? پوځ د كشمير څخه د فوري وتلو ٬ د ملګرو ملتونو د قرادادونو په رڼا ك??ې د كشمير مسئلې حل او مقبوضه كشمير ته د فېکټ فائنډنګ مشن لېږلو غوښتنه وكړه۔ د لاريون م??ري د کل جماعتی حریت کانفرنس اس??ام آباد څانګې کنوینر غلام محمد صفی او نورو مشرانو كوله۔ د جمعې په ورځ د هندي هائي كمېشن په لاره د خارجه دفتر ??خې ته احتجاجي لاريون ك??ې د پاکستان مسلم لیګ (ن) (آزاد کشمیر) صدر ٬ د پنجاب اعلی وزير محمد شهباز شریف سلاكار سید نصیب اللہ ګردیزی، د خېبر پختونخوا اس??بلۍ صوبائي غړي ډاکټر حېدرعلی خان، د سندھ صوبائی وزیر ممتاز جاکھرانی او د ګلګت بلتستان نمائنده سرور ګلګتی په خاص توګه ګډون وكړو۔ دوئ په كشميري اولس د هندي ظلم ٬ جبر او زياتي او د ب??ري حقونو خلاف ورزيو په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره كشميري اولس ته باور وركړو چې د كشمير مسئلې تر حل كېدو به د پاكستان هر وګړې تاسو سره سم ولاړ او په هر فورم به د كشميري وروڼو د هڅو ملاتړ كوي۔ لاريون ته خپل خطاب ك??ې د کل جماعتی حریت کانفرنس کنویر غلام محمد صفی خپل خطاب كښې ووئيل 27 اکتوبر د كشمير او پاكستان په تاريخ كښې هغه توره ورځ ده كله چې هند د رېډ كلف لوظنامې خلاف ورزي كولو سره په كال 1947 كښې خپل ځواكونه سري نګر ته كوزولو سره د رياست درې كښې په دوه برخې قبضه كړې وه۔ ده ووئيل نن په ټوله نړۍ ك??ې دا ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځلې شي۔ ده ووئيل د دې لاريون مقصد ټولو غېر ملكي سفارتكارو ته دا يادول دي چې د 70 كاله څخه كشميري اولس د آزادۍ خپل حق ترلاسه كولو له هڅې كوي۔ او نن هم دوئي خپل دريځ څخه يو انچ نه وروستو كېږي اود پخوا په مقابله كښې اوس زيات شدت سره هندي ظلم او جبر زغمي۔ لاريون ته د جموں وکشمیر لبرېشن سېل پاکستان څانګې دوهم چيئرمېن سلیم ہارون او نورو لارښودو هم خطاب وكړو۔ په آخر ك??ې د كشمير شهيدانو لوړو درجو له دعا وكړې شوه