اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حېسن وئيلي دي پاكستان نېشنل هارټ اېسوسي اېشن (پناه) د زړونو رنځونو څخه بچ كېدو لپاره كمپائن چلوي چې له مخې ئې د دې رنځ په اړه د اولس شعور بېدارېږي۔ اولس مشر دا خبرې د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د پناه پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د چيئرمېن مېجر جنرال (ر) مسعود الرحمن کیاني په مشرۍ كښې اولس مشر سره ملاقات كړې۔ اولس مش?? ووئيل د زړه رنځونو په اړه پناه خپل كردار لوبوي۔ ده ووئيل د دې رنځ د نورو وجوهاتو سره سره يو سوب سګرېټ څښل هم دي ٬ په كومو قابو ??وندلو لپاره چې په زړه پورې ګ??مو??ه پورته كولې شي۔ اولس مش?? ووئيل د دولتي ګ??مو??و سره سره اولس له هم پكار دي چې ھغوي د زړه رنځ او د نورو رنځونو نه بچ كېدو لپاره د ژوند په معمولاتو كښې بدلون راولي او خپل خوراك ښه كړې۔ اولس مش?? په دې موقع د پاکستان نېشنل هارټ اېسوسي اېشن د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ په دې موقع د پناه چيئرمېن مېجر جنرال (ر) مسعود الرحمن کیاني اولس مشر ته د خپلې ادارې په اړه بريفنګ وركولو سره خپل كتاب هم وړاندې كړو