اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د زيارت په ورځ په وزيراعظم دفتر كښې وشوه۔ كابينې د بېلا بېلو هې??ادونو سره د لوظنامو د تفاهم د يادښتونو د لاسليك كولو منظ??ري وركړې ده۔ غونډه كښې ډنمارك او جمهوريه سلواكيه خارجه وزارتونو سره د دوه اړخيزه سياسي مشاورت سره د تفاهم په يادښت د لاسليك منظ??ري هم وركړې شوې۔ د غسې كابينې د مرتضٰې خان د پي او اېف بورډ د مالي صلاحكار په توګه د غوره كولو منظ??ري وركړې دغسې ?? رحمت الله خان په نېپرا كښې د بلوچستان ??مب?? په توګه هم منظ??ري وركړې شوه۔ وفاقي كابينې د نسيم ورك د سپېشل كورټ جج سنټرل فېصل آباد ٬ ډسټركټ اېنډ سېشن جج ناصر حسېن د بېنكنګ كورټ جج په توګه بهالپور لپاره او دغسې ډسټركټ اېنډ سېشن جج نويد احمد د بېنكنګ كورټ جج په توګه ګوجرانواله كښې په ځائ كولو منظ??ري وركړه۔ غونډه كښې د اسياء او بحرالكاهل لپاره د ملګرو ملتونو اكنامك اېنډ سوشل كمېسون (اے پي سي آئي سي ټي) او نېشنل سكول آف پبلك پاليسي (اېن اېس پي پي) دغسې سري لنكا انسټي ټيوټ آف ډوېلپمنټ اېډمنسټرېشن (اېس اېل آئي ډي اے) او اېن اېس پي پي ترمېنځه د تفاهم د يادښتونو د لاسليك كولو هم منظور وركړې شوه۔ د كابينې په غونډه كښې د نېشنل انرجي اېنډ افېشنسي اېنډ كنزروېشن اتهارټۍ (اېن اي اي سي اے) د بورډ آف ډائرېكټرز جوړولو هم منظ??ري وركړې شوه۔ په غونډه كښې د سګرېټ په ډبو د عكسونو د خبرداري په اړه د نېشنل هې??ت ډويژن لخوا وړاندې كړې شوې تجويزونو او سفارشانو هم منظ??ري وركړې شوه۔ په دې موقع وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د كابينې د ريټائر كېدونكي سېكتر نديم حسن آصف د خدماتو ستائنه هم وكړه۔