اسلام آباد 14 فروری) اے پي پي﴾ د دفاعي پېداوار وفا??ي وزير رانا تنوير حسېن سره د يوكرائن د سركاري ادارې د تجارتي كمپنې ډائرېكټر جنرل پولو بوكن ملاقات وكړو۔ په دې موقع وفا??ي وزير ووئيل چې پاكستان يوكرائن سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او باور لري چې د دوه اړخيزه مرستې په اړه به دا اړيكې لا قوي شي۔ وفا??ي وزير د پاكستان او يوكرائن ترمېنځه په دفاعي څانګه كښې اوسنې مرسته وستائيله۔ ده يوكرائن سره په ټولو څانګو او په خاص توګه د تجارت٬ معيشت٬ دفاع٬ كلتور او سائنس او ټېكنالوجې په څانګو كښې د اړيكو قوي كولو د خواهش څرګندونه وكړه